سه شنبه, مارچ 17, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د مصر ولسمشر الفتاح السیسي د درېیمې دورې لپاره لوړه وکړه

د مصر ولسمشر/نوې دوره/اقتصاد

STR NEWS by STR NEWS
اپریل 5, 2024
2 0
0
د مصر ولسمشر الفتاح السیسي د درېیمې دورې لپاره لوړه وکړه
3
SHARES
12
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8370870.mp4

ای ډي : ۸۳۷۰۸۷۰

نېټه: د اپریل 2، 2024/

ځای: مصر؛

موده: یو دقیقه او نهه دیرش ثانیې

سرچینه:  (CGTN)،  (CCTV)، او نور

 محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-04-04 20:23

وروستی سمون : 2024-04-04 20:27

ویدیویي صحنې

د مصر پلازمینه نوې اداره ، – د اپریل 2، 2024 د مصر د ولسمشرۍ منبع په واسطه – د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱- د مصر د پارلمان مرکزي دفتر

۲- د عبدالفتاح السیسي مختلفې خبرې

۳- غږ (عربي، په انګلیسي کې ویل شوی) ، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي

موږ به داسې ستراتیژۍ غوره کړو چې زموږ سرچینې زیاتې کړي او د بهرنیو خوځښتونو په وړاندې د مصر د اقتصاد مقاومت پیاوړی کړي پداسې حال کې چې متوازن او دوامداره اقتصادي وده ترلاسه کوي.

۴- د لوړې مراسم روان دي

فایل: قاهره، مصر – د جولای 24، 2022 CCTV – د چینايي وګړو لپاره نه ده

۵- د مصر ملي بیرغ، ودانۍ

فایل: قاهره، مصر – اپریل 6، 2019 CGTN – د چینايي وګړو لپاره نه ده

۶- د مصر ملي بیرغ

فایل: قاهره، مصر – 2017 CGTN – د چینايي وګړو لپاره نه ده

۷-د ښار بېلا بېلې برخې، ترافیک

نوې اداري پلازمینه، مصر – د اپریل 2، 2024 CGTN – د چینايي وګړو لپاره نه ده

۸- غږ (عربی په انګلیسي ویل شوی) اقتصاد پوه عادل الم سلیماني، (د اوومې صحنې سره پای ته رسېږي د نهمې صحنې جزوي تړاو:

“د هېواد پر وړاندې ډېرې سختې ننګونې پرتې دي. تر ټولو مهم د محلي اسعارو د ارزښت کمېدل، او د بهرنۍ پانګونې د جريان کمېدل او د اقتصادي ودې ورو کېدل دي.

د صحنو د غږ پوښښ

فایل: نوې اداري پلازمینه، مصر – نېټه معلومه نه ده CGTN – د چینايي وګړو لپاره نه ده

۹- ودانۍ

د صحنو د غږ پوښښ

د مصر پلازمینه نوې اداره – د اپریل 2، 2024 CGTN – د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱۰- بېلا بېل کارمندان په دفتر کې کار کوي

۱۱- غږ (عربي، عربی په انګلیسي ویل شوی) عادل الم سلیماني، اقتصاد پوه (د اومې صحنې سره پیل کېږي او له نهمې صحنې سره جزوي تړاو لري.

زموږ لومړیتوب د صنعتي ودې پرمختګ، په کرنې او صادراتو تمرکز، د بهرنیو پانګوالو لپاره د خنډونو له منځه وړل او د کار پیدا کولو او په نړیوالو بازارونو کې د سیالۍ کولو لپاره د محلي تولیداتو ملاتړ کول دي.

د مصر پلازمینه نوې اداره – د اپریل 2، 2024 (د مصر د ولسمشرۍ منبع په واسطه – – د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱۲- د عبدالفتاح السیسی رارسېدل، د لوړې مراسم روان دي

بشپړ خبر

عبدالفتاح السیسي د سې شنبې په ورځ د درېیمې دورې لپاره د مصر د ولسمشر په توګه  لوړه وکړه او د ولسمشرۍ دوره یې تر 2030 کال پورې وغځوله.

ولسمشر د هېواد د نوې اداري پلازمېنې له پرانیستلو مخکې د لوړې په مراسمو کې ملت ته په خطاب کې وويل، چې د هېواد د اقتصاد ښه والي يې په لومړيتوبونو کې دى.

نوموړي زیاته کړه: موږ به داسې تګلارې غوره کړو چې زموږ سرچینې زیاتې کړي او د بهرنیو فشارونو په وړاندې د مصر د اقتصاد مقاومت پیاوړی کړي څو متوازن او دوامداره اقتصادي وده ترلاسه کړو.”

مصر په دې وروستیو کې له نړیوالو بنسټونو او مرسته کوونکو هېوادونو څخه په میلیاردونو ډالر د پورونو، مرستو او بهرنیو پانګونو په بڼه ترلاسه کړي دي.

مصري حکومت ته د پورونو اداینه یو جدي معضله ده. او دغه هڅې او ژمنې تر ډېره حده د نړیوال صندوق پور پورې تړلې دي چې په ۲۰۲۲ کې تړون شوی او له هغه راهیسې په پراخه کچه زیات شوي دي. وروسته له دې چې له 3 میلیارد څخه 8 میلیارد ډالرو ته او تمه کېږي چې پور به بیا 9.2 میلیارد ته پراخ شي.

په هېواد کې څارونکو وویل چې له پور اخیستو یې هدف د وروستۍ جیوپولیټیکې ناکرارۍ لکه د اوکراین او د غزې په ګاونډ کې د د جګړی له امله د زیانمن شوي اقتصاد له بیارغونې سره مرسته کول دي.

په ورته وخت کې اقتصاد پوه عادل الم سلیماني وویل: د هېواد په وړاندې خورا سختې ننګونې شته. تر ټولو مهم د اسعارو د ارزښت کمېدل، او د بهرنۍ پانګې اچونې کمېدل او د اقتصادي ودې وروکېدل دي.

د اساسي قانون له مخې باید ژر تر ژره نوی حکومت جوړ شي. دا به د مصري پالیسۍ د انفلاسیون اغېزې سره معامله وکړي چې په عمده ډول بې وزله نفوس لري.

ځینې په دې باور دي چې راتلونکی حکومت باید دوامداره پالیسي غوره کړي چې د وروستي اقتصادي بحران په لرې کولو کې مرسته وکړي.

مسلمني زیاته کړه زموږ لومړیتوب د صنعتي ودې پرمختګ، په کرنې او صادراتو تمرکز، د بهرنیو پانګوالو لپاره د خنډونو له منځه وړل او د کار پیدا کولو او په نړیوالو بازارونو کې د سیالۍ کولو لپاره د محلي تولیداتو ملاتړ کول دي.

سیسي د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په میاشت کې د مصر د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۸۹.۶ سلنه معتبرو رایو په ګټلو بریالی شو. د مصر د اساسي قانون له مخې چې په 2014 کې په 2019 کې د تعدیلاتو سره رامنځته شوي، هغه به د 2024 څخه تر 2030 پورې د شپږو کلونو لپاره د ولسمشرۍ دنده ترسره کړي.

نوموړی په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې د څلورو کلونو لپاره د مصر ولسمشر وټاکل شو او په ۲۰۱۸ کال کې د دویم ځل لپاره بیا وټاکل شو.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

هند: پر کابل د پاکستان برید بزدلانه او د انسانیت ضد عمل دی
وروستی خبرونه

هند: پر کابل د پاکستان برید بزدلانه او د انسانیت ضد عمل دی

مارچ 17, 2026
قانع: پاکستان به ډېر ژر غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړي
وروستی خبرونه

قانع: پاکستان به ډېر ژر غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړي

مارچ 17, 2026
تحریک انصاف ګوند: د کابل وحشیانه برید، د انسانیت پر وړاندې جرم دی
وروستی خبرونه

تحریک انصاف ګوند: د کابل وحشیانه برید، د انسانیت پر وړاندې جرم دی

مارچ 17, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved