آی ډي: 8370369
- نېټه: د اپریل 1، 2024/وروستی
- ځای: چنګهای، چین؛
- موده: يوه دقیقه او شیږ څلوېښت ثانیې
- سرچینه: د چین (CCTV)
- محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه دی
- خپور شوی: 2024-04-01 20:13
- وروستی سمون: 2024-04-01 20:18
وی ډیویي صحنې
چینګای ولایت، شمال لوېدیځ چین – د اپریل 1، 2024 (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۱-له هوا د میرډنګ د بریښنا وی ډيویې صحنې
۲-د میرډنګ د اوبو بریښنا مرکز پینځمه برخه، مختلف فعالیتونه پیلوي
۳- غږ (چینایي) لی تیانچین، د عملیاتو د ساتنې څانګې مشر، د چینګهای مایرډانګ د اوبو بریښنا مرکز ، د چین انرژي (د څلورمې صحنې سره پای ته رسېږي):
تمه کېږي چې پنځمه برخه به د دې کال تر پایه په بشپړه توګه فعاله شي. دوی به 7.3 میلیارد کیلو واټ پر ساعت بریښنا تولید کړي چې د یو کال لپاره د 1.82 میلیون څخه زیاتو کورنیو ته به بریښنا رسولی شي.
۴- د کنټرول په خونه کې کارمندان
چینګای ولایت، شمال لوېدیځ چین – وروستی (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده)
۵-بېلا بېل ساختماني کارګران د میرډنګ د اوبو بریښنا مرکز پر جوړولو بوخت دي
۶-د میرډنګ د اوبو بریښنا مرکز
بشپړ خبر
د چين د انرژۍ ادارې اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ د ميردانګ د اوبو د برېښنا مرکز چې د زېړ سيند د پورتنۍ لوړوالي په اوږدو کې موقعیت لري، فعاليت پيل کړ.
یاده اداره راپور ورکوی چې د میرډانګ د اوبو بریښنا مرکز کې د پنځو تولیدي برخو څخه یوه یې، چې د 550,000 کیلو واټ ظرفیت لري، د دوشنبې په ورځ په فعالیت پیل وکړ. اټکل کېږي چې هره ورځ 13.2 میلیون کیلو واټ پر ساعت زرغونه بریښنا تولید کړي چې د 1.1 میلیون کورنیو ته بریښنا ورسوي.
د ژيړ سيند چې د چينګ های ولايت په اوږدو کې د سمندر له سطحې څخه په 5000 مترو کې واقع دی، د 2.3 میليون کيلو واټ ټول ظرفيت لرونکی سټيشن د بشپړ فعاليت په صورت کې په کال کې په اوسط ډول د 7.3 میليارد کيلو واټ پر ساعت څخه زياته بريښنا توليدوي.
د اوبود بریښنا مرکز به د 2.56 میلیون میټریک ټنه معیاري ډبرو سکرو کارول او 8.16 میلیون ټنه کاربن ډای اکسایډ وتلو په کمښت کې مرسته وکړي.
د چينګ های ميردانګ د اوبو د بريښنا د مرکز د عملياتو مشر لي تيان چين اعلان وکړ اټکل کېږي چې د کال تر پايه به ټول پنځه برخې فعال شي. دوی به 7.3 میلیارد کیلو واټ پر ساعت بريښنا تولید کړي، چې په کال کې له 1.82 میلیون څخه زیاتو کورنیو ته بریښنا رسوي.
اوس مهال نېږدی دوه زره کارکوونکي د څلورو نورو جنراتورونو په نصبولو بوخت دي.








