آی ډي: 8370379
نېټه: د مارچ 27-29، 2024
ځای: ان هوی، چین
موده: دوې دقیقې او پنځه ثانیې
سرچینه: (CCTV)، (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه دی
خپور شوی: 2024-04-01 20:18
وروستی سمون: 2024-04-01 20:41
ویدیويي صحنې
ختیځ چین، ان هوی ولایت، هې فې ښار، د مارچ 27-29, 2024 (CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۱-خبریال د هې فې په بېنهو سیمه کې د ساینسي ښار لپاره د انرژيو پروژو نندارتون ګوري
۲- وانګ یوچاو، د ډیزاین او څېړنې انسټیټیوټ مشر، د هې فې حرارتي بریښنا، د جیوترمل انرژي سټیشن معرفي کوي
۳- د معمارۍ مختلف ماډلونه د جیوترمل انرژي کاروونکي ښیي
۴-د جیوترمل انرژی سټیشن کې مختلف پایپونه؛ وانګ د جیوترمل انرژي معرفي کوي
۵- غږ(چینایي) وانګ یوچاو، مشر، د ډیزاین او څېړنې انسټیټیوټ، هې فې حرارتي بریښنا:
“زموږ ټیکنالوژي دوې لویې ګټې لري. لومړۍ یې دا ده چې دا د ډبرو سکاره یا طبیعي ګاز نه کاروي. دا پدې مانا ده چې د ګاز دود نشته، کوم چې دغه زرغونه او چاپېریال دوستانه کړنه ده. بله ګټه یې دا ده چې اغېز یې خورا زیات دی.”
۶- د ان هوی د هنر موزیم، باندنۍ برخه
۷- جیانګ دایپین، د انهوی هنر موزیم مرستیال، د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وایي
۸-د ان هوی د هنر موزیم دننه برخه
۹-رنګارنګ فضاوې
۱۰- غږ (چینایي) جیانګ دایپین، مرستیال رییس، د ان هوی د هنر موزیم:
“هر کال شاوخوا 500,000 یوان (شاوخوا 69,000 امریکایي ډالر) د انرژۍ په لګښت کې سپما کېږي.”
۱۱-د سولرو او نوې انرژۍ د ذخیرې کولو په اړه مختلف نندارتونونه
۱۲- غږ (چینایي) پان فینګ، د ان هوی ولایت د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست لوی اقتصاد پوه:
“زموږ د نوې انرژۍ صنعت خورا پیاوړی صنعتي بنسټ لري، په دې ولایت کې د نوې انرژی موټرو تولید د هېواد په کچه څلورم ځای لري، او د پرمختللي سولري پېنل او نوې انرژۍ ذخیره کولو ظرفیت هم په هېواد کې درېیم ځای نیولی. په حقیقت کې صنایع ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري.”
فایل: چین – کره نېټه او ځای نامعلوم (CCTV -) د چینایي وګړو لپاره نه دی
۱۳- د باد توربینونو هوایي څو صحنې
۱۴- د سولري تختو څو هوایي صحنې
بشپړ خبر
د چين ختيځ ولایت ان هوی د ځمکنیزې او لمريزې انرژی په کارولو سره زرغونه انرژي تولیدوي، ځکه چې دغه هېواد د زرغون پرمختګ په لور روان دی.
ځمکنیزه(جیوترمل) انرژي، په ځمکه کې د تودوخې یوه پاکه او دوامداره سرچینه ده، چې د ان هوی په مرکز هې فې کې د یوه شرکت لخوا کارول کېږي.
د جیوترمل انرژۍ په کارولو سره، هې فې حرارتي بریښنا د ځمکې لاندې د انرژي سټیشن رامنځته کړی چې د لویې پیمانې د هوا د کنټرول سیسټم په توګه کار کوي.
د ځمکې لاندې شاوخوا نهه متره جوړ شوې، د انرژۍ سټیشن د لویو پایپونو له لارې د ښار شاوخوا ځایونو ته تودوخه لېږدوي چې په دوبي کې راټولېږي.
دا نوښتګر اقدام د ډېرو پام راخپل کړی، په دې سیمه کې د ۲۰۱۹ کال راهیسې درې میلیونه متره مربع ودانۍ دغې انرژي ته کارول شوې دي.
د انجنیر وانګ یوچاو په وینا، د دې عمده ګټه د ټیټ کاربن وتل او لوړه اغېزمنتیا ده.
نوموړی وایي “زموږ ټیکنالوژي دوې لویې ګټې لري. لومړۍ یې دا ده چې دا د ډبرو سکاره یا طبیعي ګاز نه کاروي. دا پدې مانا ده چې د ګاز دود نشته، کوم چې دغه زرغونه او چاپېریال دوستانه کړنه ده. بله ګټه یې دا ده چې اغېز یې خورا زیات دی .”د هې فې د حرارتي برښنا د ډيزاين کولو او څېړنې د انستيتوت مشر وانګ وويل، دا د بريښنا د يوې برخې په مصرفولو سره کولای شي پنځه شبکې تودوخه توليد کړي.
شرکت تمه لري چې نږدې 170,000 ټنه د کاربن وتل به کم شي کله چې ټولې ژمنه شوې سیمې حرارتي انرژي کاروي.
د خپلو کاروونکو لپاره، دوی دا پیسې سپما کوي.
د ان هوی د هنر موزیم د انرژۍ سټیشن یو له مهمو مصرفوونکو څخه دی. له هغه وخته راهیسې چې دلته د حرارتي انرژۍ کارول پیل شوي، د ایرکندیشنونو لپاره د انرژۍ مصرف شاوخوا 20 سلنه کم شوی.
د ان هوی هنري موزيم مرستيال جيانګ داپين وويل، هر کال شاوخوا ۵۰۰ زره يوان (شاوخوا ۶۹ زره امريکايي ډالر) د دغه انرژۍ په لګښت کې سپما کېږي.
جيانګ وويل چې دا د وسايلو د خوندیتوب سره هم مرسته کوي، ځکه چې لږو وسايلو ته اړتيا وي.
دغه ولایت د نوې کېدونکې انرژۍ په نورو برخو کې هم په چټکۍ سره وده کوي، حتی د سولرو په برخه کې هم.
د سولرو او د نوې انرژۍ د ذخیره کولو د صنعت په اړه سږکال د کلیدي چارو په توګه د ولایت د حکومت کاري راپور کې یادونه شوې ده. او د ان هوی ولایت د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ څانګې لوی اقتصادپوه پان فېنګ وویل: زموږ د نوې انرژۍ صنعت خورا پیاوړی صنعتي بنسټ لري، په دې ولایت کې د نوې انرژۍ موټرو تولید د هېواد په کچه څلورم ځای لري، او د پرمختللي سولري او نوې انرژۍ ذخیره کولو ظرفیت هم په هېواد کې دریم ځای نیولی. صنایع ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه چې د انرژۍ لپاره مخ په زیاتېدونکې تقاضا د نوې انرژۍ مصرف زیاتوي.
ان هوی ولایت په 2024 کې د پرمختللي سولري او نوې انرژۍ د ذخیره کولو صنعت څخه د عاید 15 سلنې زیاتوالي په پام کې نیولو سره په هېواد کې د مخکښ مقام ساتلو ته دوام ورکوي.








