د سرپرست حکومت د رییس الوزراء په مشري د کابینې په شلمه غونډه کې، د کورنیو چارو وزارت له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید، او د اړوند ارګانونو له لوري یې د تطبیق پرېکړه شوې ده. په غونډه کې له مالدارو سره د موسساتو له لوري د شویو مرستو راپور وړاندې او د اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوې چې په راتلونکي کې دې خپلې چارې د طرز العمل مطابق له اړوند ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي. د کابینې له لوري د ترافیکي پېښو مخنیوي طرحه داسې مهال چمتو او تاییدیږي، چې په وروستیو کې پر لویو لارو د ترافیکي پېښو کچه زیاته شوې او له کبله یې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.