له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام پرون د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د ځینو خوراکي توکو مرسته وکړه. دغه خوراکي توکي چې اوړه، وریجې، لوبیا، بوره، خرما او غوړي په کې شامل دي؛ پر ۵۵۰۰ راستنو شویو کورنیو به د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ ووېشل شي.