ملګرو ملتونو کې د متحده عربي امارتو استازولۍ پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د افغانستان وضعیت د خپلواکې ارزونې د پلي کولو په موخه وړاندیز شوی و. دغه ارزونه تېره میاشت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي، فریدون سینیرلی اوغلو لخوا یادې شورا ته وړاندې شوې وه. یادې استازولۍ لیکلي، دا پریکړه لیک د ملګرو ملتونو ټول غړي او نور ونډه وال هڅوي چې له افغانستان سره په همغږي ډول نړۍوال تعامل زیات کړي. د دې پروسې موخه باید دا وي چې افغانستان له خپل ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي او نړۍوالې ټولنې سره په بشپړه توګه یو ځای شي. دغه پرېکړه لیک ۱۳ مثبتې رایې اخیستي.