د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، په کابل ښار کې لسګونه کارټنه تېر تاریخ او غیر معیاري درمل له منځه یوړل. يادې ادارې دغه تېر تاریخ درمل د درمليزو خدماتو اتحاديې په همکارۍ، د تېرو شپږو مياشتو په بهير کې، په کابل کې له درمليزو تاسيساتو څخه د څارنې پرمهال راټول کړي وو.