د کابل ښار په ډېری برخو کې خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري. په کومو سیمو کې چې یوه نیمه څاه وي، د سیمې اوسېدونکي ساعتونه په کتارونو کې ورته ولاړ وي، څو یې نوبت را ورسېږي. خیريه بنسټونه د يادې ستونزې د حل لپاره د کابل ښار په ځينو سيمو کې ژورې څاګانې وهي، خو ايا دا به ياده ستونزه حل کړي؟ بشپړ حال په دې ویډیویي راپور کې…