په کابل کې د المپیک ملي کمیټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري د ورزشي خبریالانو نړیواله ورځ د یوې ستاینغونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دې غونډه کې د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي ریاست رئیس مولوي عبدالودود حقاني، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاینده اختري او په هیواد کې د بېلابېلو رسنیو ورزشي خبریالانو ګډون کړی وو.