په دې وروستیو کې په هیواد کې د کانګو تبې پر ناروغۍ د اخته کسانو شمیر زیات شوی دی. د پلازمینې کابل په انتاني روغتون کې هره ورځ د لسو په شاوخوا کې پر کانګو ناروغۍ اخته کسان بستر کیږي. ددغه روغتون ډاکټران وایي، د یادې ناروغۍ درملنه د دوی دنده ده. بلخوا د کرنې وزارت مسوولین وایي، د کابل په څلورو دروازو کې یې سیار ټیمونه ټاکلي، څو کوم څاروي، چې کابل ښار ته راننوځي؛ هغه دوا پاشي کړي او په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکوي.