د لغمان ولایت بزګر سږ کال له خپلو حاصلاتو خوښ دي او په خبره یې، چې د تېرو کلونو په پرتله یې د کچالو، پیازو، رومیانو او نورو دې ته ورته کرنیزو توکو حاصلات ښه دي، خو د بازار له نشتوالي سر ټکوي. بلخوا د کرنې وزارت ویاند وایي، کرنې وزارت او اړوند ادارې هڅه کوي د هېواد ټولو کرنیزو توکو ته د بازار موندنې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. نور حال په دې راپور کې…