د افغانستان بانک پرېکړه کړې ده، چې د جوزا د میاشتې په ۱۵مه په ټول هېواد کې د لسګون او شلګون زړو بانکنوټونو د را ټولولو او نویو بانکنوټونو د وېش پروسه پیل کړي. ددغه بانک د مسوولینو په خبره، هېوادوال کولای شي له یادې نېټې وروسته د افغانستان بانک او د سوداګریزو بانکونو نمایندګیو ته په ورتګ سره د لسګون او شلګون مندرس بانکنوټونه په نویو هغو بدل کړي. نور حال په دې راپور کې…