په ایکزېټ ازموینه کې بریا فارغ محصل ته لار پرانیزي، چې خپل تخصص او په طبي برخه کې کار پیل کړي. سږ کال یاده ازموینه یوازې د طب پوهنځي له نارینه محصلینو اخیستل شوې او ښځینه محصلینې لاهم د امر ثاني په تمه دي. دوی وایي، که چیرته یې دا آزموینه همداسې پاتې او وا نه اخیستل شي، نو د کلنو خواري به یې په اوبو لاهو شي.