د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې څلورو نجونو په خپل کور کې د «آسمان آبي» په نامه د ښځو لپاره د یوه کتابتون پرانیسته وکړه. ددغه کتابتون مسوولینې وايي، د کتابتون له جوړولو یې موخه دا ده، څو له هغو مېرمنو او نجونو چې په کور ناستې دي کلک ملاتړ وکړي، دوی ته د مطالعې زمینه برابره او دغه فرهنګ نور هم عام کړي.