نور به ددغه سیمې زده کوونکي تر شنه آسمان لاندې او د خړو خاور پر سر د کېناستلو پر ځای په دې ودانۍ کې خپلې زده کړې کوي. د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالي په ګربت باغک سیمه کې د هغه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې چارې یې ۱۱ میاشتې وړاندې د سیمې د اوسېدونکو په شخصي لګښت پیل شوې وې.