که څه هم، چې په پلازمېنه کابل کې د رستورانټونو کمی نشته، خو هغه څه؛ چې «رستورانت بانوان افغان» یا د افغان مېرمنو رسټورانټ له نورو جلا کوي، هغه دا دي، چې د دې رسټورانټ ټولې کارکوونکې او مسوولانې له یوه سره ښځینه دي. په دې رسټورانټ کې نږدې شل تنه ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده.