په پروان ولایت کې د ګلبهار د اوبو بند ۶ لسيزې وړاندې جوړ شوی دی. چين هېواد په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د ګلبهار بند او د چاریکارو عمومي کانال پروژه پیل او په لسو کالونو کې يې بشپړه کړه.له دغه بند څخه کابو ۲۴ زره او ۸۰۰ هکتاره ځمکه خړوبېږي. ددې تر څنګ د اوبو رسولو له دې پروژې څخه د پروان ولایت په ګډون د کابل د ځینو ولسوالیو بزګر هم ګټه اخلي.