د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د بابا صاحب په سیمه کې د قمر خیریه بنسټ له لوري د ۸۰۰ زره ډالرو په لګښت ۲۵ زره نیالګي اېښودل کیږي، چې تر دوو کلونو پورې به دغه شمیر دوه لکه نیالګیو ته ورسېږي. ددې بنسټ مسوولین وايي، چې دغه ځمکه یې له حکومت څخه اجاره کړې او هڅه یې داده، چې دلته د کرنې په برخه کې ګڼ فعالیتونه ترسره او خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي.