د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې څو روسي، ایراني او پاکستاني شرکتونو د افغانستان له سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره تړونونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې په دغه هېواد کې څو بنسټیزې پروژې جوړې شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه تړونونه د فبرورۍ په میاشت کې لاسلیک شوي او څه باندې یو میلیارد ډالر لګښت لري چې په هرات کې د ډبرو سکرو د حرارتي برېښنا د فابریکې جوړول، د کانونو استخراج او د ګازو د پایپ لاین بیارغونه پکې شامل دي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت، د ايراني پانګوالو د يوې ډلې، د پاکستان د کارپوهانو او استازو د يوې ډلې په ګډون د فبرورۍ په پنځمه په کابل کې لاسليک شوي. سرچینه وایي، د دغه څلور اړخيز تفاهم ليک له مخې، په افغانستان کې د یو شمیر زیربنایي پروژو د تطبیق په اړه د روسیې د کارګرانو او د روسیې د اقتصادي آپریټر هولډنګ په پام کې لري چې په سمنګانو کې د ۲۰۰ میګاواټو په ظرفیت د ډبرو سکرو د بریښنا فابریکه جوړه کړي.