د افغانستان کنګل شوې ملي شتمني؛ عام افغانان ورسته له هغه یو ځل بیا د دې پیسو د ازادېدو غوښتنه کوي، چې د امریکا متحده ایالتونو یوه قاضي وویل، چې د افغانستان له اسعاري شتمنیو څخه د ۳.۵ مېلیارد ډالره د غرامت په توګه اخیستل، د سپټمبر د ۱۱ پیښې د قربانیانو د کورنیو حق نه دی. عام افغانان وایي دا پیسې زموږ ملي شتمني ده او باید امریکا یې ازادې دي کړي.