د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د اسلام په چوکاټ کې هېوادوالو په ځانګړې توګه ښځو ته به د کار او زده کړې زمینه برابره شي. شېر محمد عباس ستانکزی له افغانستان سره د مرستندویانو د مرستو دوام هم مهم ګڼي. بلخوا ځينې هېوادوال وايي چې د اقتصاد وازارت له خوا د کار بندیز د مکتوب له خپرېدو وروسته بېکاره شوي دي. ورته مهال اقتصاد وزارت وايي، دمګړۍ په افغانستان کې په اقتصادي، ټولنیزو او بشري برخو کې څه باندې ۲۶۰ بنسټونه فعالیت لري او په وینا یې دغه وزارت هڅې کوي چې، یادو بنسټونو ته لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي. په ناحکومتي بنسټونو کې د ښځو د کار د ځنډېدو په تړاو د اقتصاد وزارت د مکتوب له خپرېدو وروسته یو شمېر مرستندویه بنسټونو په افغانستان خپل فعالیتونه وځنډول او ځینو یې بیا ویلي چې، دغې پرېکړې د دوی کارونه ټکني کړي دي.