د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د اسیا برخې مشر الکساندر ماتیو سره کتلي. د دې وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د ماتیو په حواله پر ټویټر لیکلي، د تېرو کلونو په پرتله د ۲۰۲۳ لپاره کلنۍ بودجه ډېره شوې او چارې يې عادي روانې دي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پهدې لېدنه کې هیله څرګنده کړې چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د خدماتو غځولو، د روغتونونو اکمالاتي تجهیز او بهر ته د ناروغانو د لېږدولو په برخو کې هڅې لا ګړندۍ شي.