په افغانستان کې د خوار ځواکو ماشونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. د کابل ښار په صحت طفل روغتون کې ډیر شمېر هغه ماشومان چې په سختې او منځنۍ خوار ځواکۍ اخته شوي بستر دي. ډاکټران وایي په خوار ځواکۍ اخته ماشومان ډیری د هغو کورنیو غړي دي، چې اقتصادي وضعیت یې ترحد خراب دی او میندې یې سالمو غذایي خوړو ته لاس رسی نه لري.