د کندهار د ګمرک مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د ګمرک په عوايدو کې د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زياتوالی راغلی دی. د کندهار ګمرک ویاند خلیل الرحمن وردګ وایي، چي د ګمرک عواید د ۱۴۰۰ هـ ش کال په لسو میاشتو کې ۶ میلیارده، ۷۰۴ میلیونه، ۸۴۲ زره او ۹۲ افغانۍ وو، خو د روان ۱۴۰۱ هـ ش کال په لسو میاشتو کې دغه عواید ۱۱ میلیارده، ۳۲۸میلیونه، ۶۶۰ زره او ۱۸۸ افغانیو ته لوړ شوي دي. د وردګ په وینا، یادو عوایدو ته په کتو په ۱۴۰۱ هـ ش کال کي د کندهار ګمرک عواید د تېر ۱۴۰۰ هـ ش کال په پرتله ۴ میلیارده، ۶۲۴ میلیونه، ۵۷۵ زره او ۸۹۸ افغانۍ زیاتوالی ښيي، چي ۷۰سلنه کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د کندهار ګمرک عواید د تېر کال په پرتله په داسې حال کې د پام وړ زیات شوي، چي د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه په لومړنیو اولیه خوراکي توکو باندې ګمرکي محصول د تېر په پرتله ۷۵ سلنه راکم شوی او همدا راز سوداګرو ته هم د پام وړ آسانتیاوي برابرې شوې دي.