په کابل کې یو شمېر میرمنې وایي چې د صحي برخې په څېر دې ښځینه وو ته، په نورو برخو کې هم د کار کولو اجازه ورکړل شي، دوی وایي په هیواد کې ډیری داسې مېرمنې شته، چې د کور سرپرستي ور تر غاړې ده او د کار کولو لپاره مجبورې دي چې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کړي؛ خو دا چې اسلامي امارت په دولتي او غیري دولتي ادارو کې پر ښځینه کار کوونکو محدودیتونه لګلوي دي، ورسره جوخت د ځینو شخصي شرکتونو او د کور سرپرستو مېرمنو اقتصادي حالت خراب او ستونزې یې زیاتې شوې دي.