د پکتیکا د اورګون ولسوالي د هیواد په کچه یو ګڼ نفوسه ولسوالي ده، چې په بازار کې یې تر پنځه زره ډير دوکانونه فعال دي، خو تر اوسه پورې په دغه بازار کې غځېدلي سړک خامه او خلک یې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي. دوی له مرکزي حکومت غواړي، چې دغه ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.