د پکتیکا ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې له امنیتي وضعیت خوښ دي، خو د سرپرست حکومت له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه غواړي، چې په دغه ولایت کې د بیارغونې کارونه پیل کړي. ځکه د دوی په خبره په تېرو شلو کلونو کې دغه ولایت له پامه لوېدلی و، چې اوس په بېلابېلو برخو کې کار، پرمختګ او بیارغونې ته اړتیا لري.