روږدي کسان که څه هم چې له تدریجي مرګ سره مخ دي، خو ژمی بیا ورته نور هم سختېږي. په افغانستان کې نږدې درې میلیون کسان په نشه یي توکو روږدي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شمال دي.خو له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وایي، چې تر اوسه پورې یې ۵۸ زره روږدي کسان را ټول کړي او تر درمنلې وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.