دا تاریخي بالاحصار چې قدامت یې شاوخوا دوه زرو کلونو ته رسېږي، د غزني ښار ته نژدې په شمالي څنډه کې د یوې لوړې غونډې په سر آن د اسلام تر راتګ وړاندې د طاهریانو او صفریانو په دوره کې جوړ شوی دی. د غزنویانو په دوره کې له دې بالاحصار څخه د سلطان محمود او سلطان مسعود د دربار او کار د محل په توګه ترې ګټه اخیستل کېده .