افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی، چې له ۷۵ تر ۸۵ سلنه خلک یې په کرنه او مالدرۍ بوخت دي، خو سږ کال په دې هیواد کې د پراخې وچکالۍ، اقلمي بدلونونو او سیلابونو له کبله بزګرانو او مالدارانو ته ګڼ زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان شمال هم د افغانستان له کرنیزو سیمو څخه ګڼل کیږي او ډېری اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې ددغه زون لبنیات خورا ښه نوم لري.
دا د افغانستان د بلخ ولایت په مرکز کې د لبنیاتو لویه فابریکه ده، چې ددې ولایت ډيری مالداران شیدې دغې فابریکې ته را وړي.