د ژمي په را نږدې کېدو سره په کابل ښار کې د لیلامیو د پلور بازار ګرم شوی دی. کابل ښاریان وایي، د اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولی، چې د ژمي لپاره نوي اغوستن توکي واخلي، نو لیلامي د دوی لپاره هم ارزانه دي او هم ښه توکي پکې پیدا کېږي. بلخوا ډېری هغه کسانو چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي، اوس یې د لیلامیو پلور ته مخه کړې ده.