د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسؤولین وایي، چين ته د ځمکې له لارې د څه باندې ۴۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۷۵ ټنه جلغوزي صادر شول. د دغه وزارت د صادراتو د پراختیا مشر احسان الله فطرت چين ته د ځمکني دهلېز له لارې د جلغوزو د صادراتو د بيا پیل په غونډه کې وویل، د لومړي ځل لپاره د ځمکني دهلېز له لارې ۷۵ ټنه جلغوزي د شاوخوا ۴۴۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت چین ته واستول شول. هغه زیاته کړه، دغه محموله به له افغانستان څخه د ازبکستان تر پلازمېنې تاشکند ښاره پورې د ځمکې له لارې ځي او وروسته به له یاد هېواد څخه د هوایي دهلېز له لارې په الوتکه کې یاد جلغوزي لېږدول کېږي. دی وایي، هره ورځ به ۷۵ ټنه جلغوزي له همدې لارې چین ته صادرېږي او له درېیو څخه تر پنځو ورځو به د یاد هېواد شانګهای ښار ته ورسېږي. د ده په وینا، له ازبکستان څخه به په هر پرواز کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ټنه جلغوزه صادرېږي.