د امریکا د ملي امنیت شورا د هاګ د جرمونو نړۍوالې محکمې لخوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د تېریو او بد چلند د تورونو له پلټنو سره مخالفت کړی دی. د جرمونو نړۍوالې محکمې قاضیانو ویلي، په افغانستان کې د تېرو نږدې دوو لسیزو جګړو پر مهال د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې بیا پیلوي. هاګ کې د جنګي جرمونو نړۍوالې محکمې قاضیانو اعلان کړی چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پیلوي. خو د امریکا امنیت شورا وايي چې دوی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د چال چلند په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې له کومې هڅې خبر نه دي او فکر نه کوي چې دا کار دې ضرور وي. د يادې محکمې د پرېکړې له مخې به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او ط البانو چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۱۳۹۶ کې یې دوسیه برابره شوې وه.