په هند کې چارواکي وایي د دې هېواد د ګجرات په ایالت کې د سیند پر سر د جوړ شوي پله د نړېدو په تړاو چې ۱۴۱ تنه پکې وژل شوي ۹ تنه یې نیولي او تمه کیږي چې نور کسان به هم ونیول شي. د هند پولیسو ویلي د هغه شرکت مدیران یې هم نیولي چې د دې پله چارې یې سمبالولې. پولیسو همدرانګه ویلي چې د پله د چارو د سمبالوونکي شرکت پر ضد یې د مشکوک قتل قضیه ثبت کړې. دا پل ۱۵۰ کاله پخوا جوړ شوی و ، د څه باندې ۷ میاشتو راپدیخوا یې د بیا رغاونې چارې روانې وې او د نړېدو څخه پنځه ورځې وړاندې د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شو. د هند صدراعظم نریندرا مودي په پېښه کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو سره د نغدو پیسو د مرستواعلان کړی او سیمې ته یې په سمدستي توګه د لټون او ژغورنې د ټیمونو د لېږلو غوښتنه کړې.