هاګ کې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو اعلان کړی چې افغانستان کې د جګړې پر مهال د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پیلوي. قاضیانو په یوه نوي حکم کې څارنوال کریم خان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان پر دوسیه بېرته کار پیل کړي. کریم خان د ملګرو ملتونو یو پخوانی جګپوړی مشر دی چې اوس د جرمونو نړیواله محکمه کې د څارنوال په توګه دنده لري. د دې محکمې د پرېکړې پر بنسټ به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او ط البانو کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۲۰۱۷ کې یې دوسیه برابره شوې وه. د افغانستان جګړو کې د شویو جرمونو په اړه د هاګ محکمې د پلټنو اوږده موده کېږي او دغه بهیر لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې رسما پیل شو.