د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له روسیې هېواد څخه د رېل ګاډو پر مټ د قرارداد شویو توکو د انتقال لپاره پوره چمتووالی لري. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د ځینو دولتي شرکتونو او خصوصي سکټور استازو سره یې په لیدنه کې له روسیې څخه هېواد ته د قرارداد شویو توکو په اړه خبرې کړې او دغه راز یې یوه کمېټه تشکیل کړې څو د وارداتو چارې په ښه ډول تعقیب کړي او پرې نه ږدي چې سږ کال ژمي کې د سون توکو او غنمو بیې لوړې شي.