بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې په نږدې راتلونکې کې به د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان او د سي.آی. اې. مرستیال ډېوېډ کوهن سره په دوحه کې پر ځینو مهمو مسايلو له سره مذاکرات پيل شي. د بهرنیو چارو وزارت دغه راپورونه آوازې بللي او له نوم اخیستو پرته یې يو شمېر کسان په دې اړه خپلسرو، بې بنسټه او ناسمو راپورونو ته په اعتبار ورکولو تورن کړي دي. بهرنیو چارو وزارت له دغو کسانو غوښتي، چې په داسې راپورونو دې خلکو ته اندېښنې نه پيدا کوي.