د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د امریکا او ا.ا تر منځ د نویو مذاکراتو لړۍ پیل شوې او دواړه لوري د دوحې د هوکړې په څېر د یوې بلې هوکړې د لاسلیک په لټه کې دي. حکمتیار وايي دا مذاکرات د دواړو لورو د استخباراتي او نظامي چارواکو تر منځ لومړی په پاکستان او بیا په دوحې کې ترسره شوي. نوموړی زیاتوي ځینې هېوادونه له همدې مذاکراتو په وېره کې دي او اندېښمن دي چې ښايي ا.ا د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د امریکا ځینو پوځي قطعاتو ته ځای ورکړي.