د برېښنا شرکت مسوولین وايي یو شمېر مهمې او لویې پروژې يې چې د نړیوالو مالي بنسټونو لخوا تمویل کېدې تر اوسه یې کارونه په ټپه ولاړ دي. دوی د نړیوالو تمویلوونکو څخه غوښتنه کوي چې د دې پروژو د کار عملي چارې بېرته پیل کړي، تر څو یې د تخریب مخنیوی وشي. د افغانستان برېښنا شرکت تر اوسه د کومې پروژې نوم نه دی اخیستی خو زیاتوي چې له نړیوالو مالي بنسټونو سره په جدیت کار کوي تر څو هغوی په افغانستان کې د خپلو نیمه کاره پروژو د کارونو د پيل لپاره بېرته وهڅوي. د خصوصي سکټور غړي هم وايي د هېواد ټولو برخو ته د برېښنا رسول کولی شي افغانستان کې مثبت اقتصادي خوځښتونه رامنځته کړي. دوی هیله ښيي تر څو هغه پروژې چې کارونه یې تر یوه بریده ترسره شوي د تکميل کېدو په لوري حرکت وکړي.