پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام وېسټ سره د افغانستان پر روانو حالاتو، اقتصادي وضعيت او د تل پاتې سولې او ثبات د ټينګښت په موخه پر بين الافغاني مذاکراتو خبرې کړې دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان د پرمختګ لپاره د نجونو د متوسطه او لیسې ښوونځيو پر ژر تر ژره پرانیستلو هم ټینګار وکړ. پخواني ولسمشر له افغانستان سره د امريکا له بشري مرستو مننه کړې او د یادو مرستو د ادامې هيله يې څرګنده کړه. ټام ویسټ هم په دغه لیدنه کې د حامد کرزي د هغه دريځ ملاتړ کړی چې تل د نجونو د ثانوي زده کړو لپاره غږ پورته کوي. د هغه په وينا، د افغانستان سرپرست حکومت لخوا د نجونو ثانوي زده کړو باندې بندیز ته ادامه ورکول، افغانستان شاته وړي. د امریکا ځانګړي استازي ويلي، دغه راز له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره يې په دې خبرو کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د افغانانو ترمنځ پر ملي مذاکراتو ټینګار کړی دی. ويسټ زياتوي چې دواړو د افغان ځوانانو پر راتلونکي او د افغانستان پر اقتصادي وضعيت اندېښنه څرګنده کړه. هغه ویلي، نړيواله ټولنه به د افغانانو سره بشري مرستو او لومړنيو اړتياوو پوره کولو لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.