د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا ځانکړی مفتش یا سيكار په خپل تازه راپور کې په دغه هېواد کې د امریکا د نیمه کاره پروژو د بیرته پيلولو په اړه خبرې کړې او په بېلابېلو برخو کې يې د شلو کلونو د لاسته راوړنو پر ضایع کېدو اندېښنه څرگنده کری ده. په دغه راپور کې ويل شوي چې دا پروګرامونه به د روغتیا، کرنې، د خوارځواکۍ او بېوزلۍ کمولو په برخه کې پلې شي. د امريکا د ځانګړي مفتش په راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې روغتيايي سيستم له جدي ننګونو د بودجې او کارپوهـو کارکوونکو لـه کمښت سره مخ دی. په عين حال کې د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د نيمه پاتي پروژو بېرته پیلول ښه کام بللی دی. دغه راز د عامې روغتیا وزارت مرستيال تر دې وړاندې ويلي وو چې د روغتيا برخې سره د مرستې لپاره د يو ميليارد ډالرو ژمنه شوې خو دغه وزارت يې د لګولو په څرنگوالي کې دخیل نه دی.