د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ځانگړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ راپور رد او دا یې مغرضانه او غیر مسلکی بللی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د ملګروملتونو يوې غونډې ته ويلي، چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتک، ددغه هیواد په تاریخ کې بې ساری دی. هغه زياته کړې، د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو په نسبت، دا شاتک، د هغو شاتګونو په نسبت لوی دی چې افغان مېرمنو او نجونو په ۱۹۹۶ میلادي کال کې چې ط البانو په افغانستان کې په لومړي ځل واک ترلاسه کړ، تجربه کړی وو. ریچارد بېنيټ د نجونو ټولو ښوونځیو بندېدو او ښځې په پراخ ډول له کار، ټولنیز، اقتصادي او سياسي ژوند څخه محرومېدو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې ددغو اقداماتو موخه له ټولنې څخه د ښځو ګوښه کول دي. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارد بېنېټ راپور له هغه حقیقت نه لرې بولي، کوم چې نوموړي افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترځ کې په سترګو وليد او د ا.ا چارواکو ته یې هم بیان کړ. سرچینې زیاته کړې، د نوموړي لخوا د ناسمو شایعاتو خپرول دده د مسلک او حیثیت خلاف عمل ګني.