د افغانستان عامه کتابتون یو له لرغونو او پخوانیو مرکزونو څخه شمیرل کيږي، چې د شاوخوا یوې پیړۍ علمي او تاریخي اثار پکې ساتل کيږي او دې کتابتون ته ډیری ځوانان د کتاب د لوستلو لپاره راځي. دا کتابتون، چې د افغانستان په پلازمینه کابل کې دی مسوولین یې وايي، چې د افغانستان د عامه کتابتوننونو ریاست په ۱۳۴۳ کال د ظاهر شاه د پادشاهۍ په دوره کې جوړ شوی دی.