د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګر په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان د نجونو د ښوونځیو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. په دغه راپور کې راغلي چې، د نجونو پر زده کړو محدودیتونو تر اوسه بدې پایلې لرلې دي او له امله یې د نجونو زده کوونکو شمېر ورسره خورا راکم شوی دی. له بل لوري د بشری حقونو د څار بنسټ د ښځو د حقونو مرستیالې د اروپا د پارلمان د بهرنیو چارو په کمېټه کې ویلي، افغانستان یوازنیی هېواد دی چې، نجونې په کې له زده کړو محرومې دي. تر دې وړاندې ا.ا د نجونو د پاتې ښوونځیو د خلاصون په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکړی؛ خو لا هم روښانه نه ده چې، څه وخت به د نجونو دغه پاتې ښوونځي پرانیستل شي.