د پکتیا ولایت سوداګر د ګردېز – ډنډپټان لارې د ټرازیټي کېدو غوښتنه کوي، دوی وایي، دا لار پاکستان سره د صادراتو او وارداتو تر ټولو لنډه لار ده. د دوی په وینا د دې لارې په ترانزيټي کېدو سره به نه یوازې د سوداګرۍ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د حکومت عواید به هم ورسره لوړ شي. د پکتيا سوداګرۍ خونه بيا وايي پر دې لار د صادراتو کچه لوړه شوې او د تېر يو کال په لړ کې د ۱۵۰ مېليون ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي ترې پاکستان هېواد ته صادر شوي دي. ورته مهال بيا د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد وایي، چې د ګردېز- ډنډ پټان لارې د ټرانزيټي کېدو موضوع وزيرانو شورا ته وړاندې شوې.