د ايران د شيراز په شاه چراغ زيارت کې د يوه بريد له امله ۱۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. په ايران کې خبري سرچينو د ټپيانو شمېر ۴۰ تنه ښودلی دی او د قربانيانو د شمېر زياتېدو وېره ښودل شوې ده. د ايرنا دولتي آژانس وایي، وسله وال په يوه موټر کې د شاه چراغ زيارت ته د نهمې دروازې لارې ننوتلي او هلته يې پر زيارت کوونکو او خادمانو ډزې کړې. د راپورنو له مخې امنيتي ځواکونو په دې تړاو دوه تنه نيولي او يو تن په تېښته بريالی شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامل دي.