د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال الکساندر وینیدیکتوف د افغانستان په اړه د ډیالوگ لپاره د ترویکا فارمټ پر ځای د نوي فارمټ د رامنځته کېدو وړاندیز کړی دی. وینیدیکتوف ویلي ترویکا او ترویکا پلس فارمټونه بریالي نه وو، نو پر ځای به یې د روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند په گډون په ۵ اړخیزه میکانیزم کار پیل شي. د چارو شنونکو په وینا ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د اوسني وضعیت له دوام او د بې ثباتۍ له ډېرېدو اندېښنه لري. په همدې حال کې د سیمې هیوادونه افغانستان کې ثبات ځان ته حیاتي بولي خو شک لري چې ښایي امریکا دلته ثبات نه غواړي.