فارن پالیسي په يوه تازه راپور کې د خپلو سرچينو په حواله ادعا کړې، چې روسیه د اوکراین جګړې لپاره د افغانستان تېر جمهوري نظام د کومانډو ځواکونو د جذب لړۍ پیل کړې ده. د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د پخوانيو کومانډو ځواکونو يو شمېر سرچينو ورته په دې اړه د نیول شویو اړیکو جزییات ورکړي. فارن پالیسي د پوځي شنونکو له قوله د افغانستان دغه ځواکونه، چې شمېر یې شاوخوا ۳۰ زره تنه و او میلیونونه ډالره لګښت پرې شوی، روسیې ته د اوکراین جګړې لپاره تر ټولو مناسب او نسبتا کم لګښته ځواکونه بللي دي. ویل شوي، چې د دغو ځواکونو يوه لویه برخه د جمهوري نظام له سقوط وروسته په هېواد کې بې برخلیکه پاتې شوه، چې د ا.ا له رتګ وروسته ګاونډيو هېوادونو ته لاړل.