د روسيې په جنوب کې چارواکي وايي، د دغه هېواد د يوې جنګي الوتکې د لوېدو په پېښه کې دوه روسي پيلوټان وژل شوي دي. د سایبریا د ایرکوتسک ښار چارواکو ویلي، جنګي الوتکې د استوګنې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ سره ټکر کړی دی. د ایرکوتسک ښار د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي چې الوتکه د ازمایښتي الوتنې پر مهال نسکوره شوې او نوره مرګ ژوبله نه لري. په تېرو شپږو ورځو کې دا د روسیې د جنګي الوتکو د غورځېدو دویمه پېښه ده.