د کورنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي. د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، سراج الدین حقاني په کابل کې د جاپان سفارت له فعالېدو هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن ګام یاد کړ. نوموړي د جاپان سفیر ته د سفارت د استازو او فعالیتونو اړوند د پوره امنیتي خوندېتوب ډاډ ورکړ. په پای کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا هم ژمنه وکړه، چې جاپان به د افغانانو ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکوي.